IQNA

 د کربلا د قرآن په نړیوالو سیالیو کې د ایرانی قاری سیالي(فیلم)

6:29 - March 06, 2025
د خبر لمبر: 3490748
ایکنا -  د ایران د اسلامی جمهوریت یو نړیوال قاری رحیم شریفي د کربلا د ؛العمید جایزې؛ د قرآن د تلاؤت د نړیوالو سیالیو د دوهم بړاؤ په لومړنۍ برخې کې د قرآن کریم به زړه پورې تلاؤت وکړ.

ایکنا نیوز د الکفیل له قوله راپور راکړ، دغه سیالۍ د روژې دمبارکې میاشتې په مناسبت د عباسی مقدس آستان د قرآن کریم دعملی کمپلیکس په همت سره ترسره شوي دي او په دغو سیالیو کې  د ۲۲ هیوادونو قاریانو  ګډون کړی دی.

 په دغو سیالیو کې به  د ځوانانو  په ډلو کې لس قاریان او د زیات عمر لرونکو ډلې کې  به ۳۰ قاریان  له یوه بل سره سیالۍ وکړي او پر دغو سیالیو باندې د نړیوالو قاضیانو یوه کمیټه  څارنه ولري.

ددغې سیالۍ په لومړنۍ برخې کې   د درو عربو او اسلامي هیوادونو قاریان د قرآن کریم تلاؤت وکړي چې په هغو کې  د ایران رحیم شریفي ، له ترکیې بلال همفي  او د لیبیا  عصام عبدالحفیظ بکې شامل وو.

دغه برخه همداراز د یوه پرکوَټ  عراقي ځوان  مصطفی  کوربه وه چې  د حاضرینو لپاره  د قرآن کریم  حفظ ته د هغه د مخه کولو  کیسه  روایت شوه.

آماده//جمع‌آوری 214 قرآن نادر از سوی شهروند سعودی + فیلم

  د ویلو ده  د کربلا د ؛العمید جایزې ؛ د قرآڼ نړیوالې سیالۍ  د ټولنې او وګړي په نیکمرغئ کې د یوه مهم کړچار په توګه د قرآني کلتور  د  خپریدا له پلوه د عباسی مقدس آستان یوه هڅه ده او  د عربو ، آسیا او افریقائي هیوادونو څځه  یوشمیر قاریانو  ددغو سیالیو په دوهم پړاؤ کې  ګډون کړی دی.

مصر ،ایران ، انډونیشیا، افغانستان ، ملایشیا ، جنوبی  افریقا، هندوستان  د کربلا د قرآن د نړیوالو سیایو په دغه بړاؤ کې  ګډون کونکي هیوادونه دي .

رحیم شریفي  د ایران د خوزستان ولایت په رامهر مز ښار کې  په ۱۳۶۴لمریز کال کې زیږیدلی ، د اهواز د ؛سبطین ؛ نړیوالو مداحانو د ډلې غړی دی  او د مداحئ په مختلفو سیالیو کې ئې  ځیني انعامونه او خايګي ګټلي دي.

https://iqna.ir/fa/news/4269635

captcha